د هرات ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې يوه ښځه د ۱۸ مياشتو د ماشوم د وژني په تور نيولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ښځي له دوو نورو ښځو سره يو ځای په يوه کور کي د خدمتګاري په توګه کار کوئ، چي د هغوی سره تر لفظي شخړي وروسته ئې دغه ماشوم د پنځم پړ څخه لاندي غورځولی او وژلی دئ.
ط..البان وايي چي يادي ښځي په لومړنيو څېړنو کي خپل پر جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو په موخه ئې عدلي ارګانونو ته معرفي کړې ده.