د هرات د صنايعو او کانونو د خوني رئيس حميدالله خادم وايي، چي د هرات په صنعتي ښارګوټي کي د شنبې په ورځ غرمه مهال د کارتن جوړولو په يوه کارخانه کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده، چي د لومړنيو معلوماتو له مخي په دغه کارخانه کي اورلګېدني له امله د لس ميليونه ډالرو څخه زیات مالي زيان اوښتی دئ.
د هغه په خبره چي اورلګېدنه اوس هم جریان لري، چي د اور وژني ډلي ئې د مهارولو هڅه کوي.
باید وویل سي چي د دغې اورلګېدني د رامنځ ته کېدو سبب تر اوسه پوري روښانه نه دئ.