د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي غلو د هرات ولايت د حوزوي روغتون څخه ۲.۳ ميليونه افغانۍ غلا کړي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه پيسې د اداري مديريت او محاسبې د مديريت څخه غلا سوي.
سرچينه وايي چي تر غلا وروسته غلو د امنيتي کېمرو هارډیسکونه هم د ځان سره وړي دي.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي ط..البانو د يادي څانګو ټول مامورين او خدماتي کارکوونکي د څېړنو له پاره بېولي دي.