د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، چي په دغه ولایت کي د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته سپارل سوي دي

د هرات ښاروال نعمت الله حسن ویلي، چي د ښاروالۍ له پراختیايي بوديجې څخه د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ښار له فرقې سیمي څخه تر کارېزک سیمي پوري د څلور نیم کیلو متره سړک د رغولو چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته سپارل سوې ده.

د هغه په وینا، چي د یاد سړک د پروژې ترڅنګ د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر کانالونه او پلونه هم رغول سوي دي.

د یادوني وړ ده چي د هرات د فرقي او کارېزک دوه لینه سړک دغه ولایت له بادغیس سره نښلوي.

د سیمي اوسېدونکي د یادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګندوي او د ورته نورو ټولګټو پروژو غوښتنه کوي.