د هلمند اوسیدوونکي د ګرمسیر ولسوالۍ د سرک د جوړیدو غوښتنه کوي.

د سویلي هلمند ولایت د ګرمسېر اوسېدونکي وایې ددغه ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه تر منځ د لارې خرابوالی د دې لامل سوی چي سوداګريز توکي زيانمن، د ناروغانو وضعیت یې خراب او د دوو ساعتونو مزل څو ساعتونو ته اوږد سي .
دغه لاره ، چې د ګرمسېر ولسوالۍ تر څنګ څلور نوري ولسوالۍ هم له مرکز لښکرګاه سره نښولي د تېرو جګړو او نه پاملرني له کبله ویجاړه سوې ده .
د ګرمسېر اوسیدونکي وایې که دغه لاره ورغول سي، د ورځنیو چارو تر څنګ به یې کرهنیز محصولات پر وخت او سمه توګه تر بازار پوري رسېږي .
د هلمند سیمه اېز چارواکي وایې ددغه لاري د سروې چاري بشپړي سوي او له مرکز نه د بودیجې له ترلاسه کولو سره سم به یې د ټولګټو ریاست له خوا یې د رغولو چاري پیل سي .