دوی وايي، د انټرنيټ ټیټ کیفیت، د اړیکو پرلهپسې پرې کېدل او د خدماتو لوړ لګښت هغه ستونزي دي چې د خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی.
د دوی په وینا، د ټيټ کیفیت سره سره زیات وخت ورڅخه شبکې پیسي غلا کوي.
په هلمند کي اوسمهال روشن، افغان بیسم، ايمټياين، اتصالات او سلام مخابراتي شبکې فعالیت لري.
که څه هم دې شبکو د خلکو اړتیاوي ځینو برخو کي پوره کړي دي، خو د انټرنيټ ټیټ کیفیت، د پیسو غیر عادلانه اخیستل او د اړیکو کمزورتیا هغه ستونزي دي چي خلک یې لهدې شبکو ناخوښه کړي دي.
د هلمند د مخابراتو ريیس ملا امانالله شبیر وايي، دوی د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره په تماس کي دي او هڅه کوي چي پهدې برخه کي ښهوالی راسي.