د هلمند د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د هلمند د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې شل ټنه خوراکي او غير خوراکي قاچاقي توکي نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه توکي ئې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار، ګرمسير او بهرامچې ولسواليو کي نيولي.
د خبرپاڼي په حواله چي د يادو توکو په تړاو ئې ۱۵ کسان هم نيولي دي.

خبرپاڼه ليکي چي دغه توکي د پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راغلي وو.