د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیا په برخه کي د شته ستونزو د هواري غوښتنه کوي

دوی وايي د دغي ولسوالۍ نفوس ته په پام اړتیا ده چي اوسنی لس بستریز روغتون پنځوس بستریز ته پراختیا پیدا کړي.

دغه روغتون ته ورغلي ناروغان وايي، د طبي وسایلو، درملو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت له امله ډېری وخت اړ کیږي چي ناروغان مرکز لښکرګاه ته ولېږدوي.

خو د دغه روغتون مسوولین وایي، د روغتون د طبي وسایلو د کمښت ستونزه او د پراختیا موضوع یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې ده.

د مارجې ولسوالۍ د روغتون مرستیال، وايي، د مارجې ولسوالۍ روغتون چي دغه ولسوالۍ ډېره پراخه او ډېر نفوس لرونکې ده، یوازینی روغتون دی چي بسترونه لري او ۲۴ ساعته د مارجې د ولس په خدمت کي دی.

مارجه د هلمند مرکز لښګرګاه په لویدیځ کي پرته ولسوالي ده چي د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله دغه ولسوالۍ کي پراختیايي پروژې نه دي پلي سوي او دا مهال یې ډېری اوسېدونکي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې برخي دي.