د هلمند ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولينو ويلي، چي د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي يوې ژوري برمې ته ماشوم لوېدلی و.
د هغوی په وينا چي دغه ماشوم د ط..البانو او د سيمي د اوسېدونکو په ګډه همکارۍ بېرته ژوندی ژغورل سوی دئ.
د یاد ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل سوی دئ.
د يادوني وړ ده، چي دوې ورځي مخکي د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي هم يو ماشوم ۴۵ متره برمې ته لوېدلی و، چي وروسته ژوندی ژغورل سوی و.