د هلمند ولايت د ط.. البانو امنيتي مسئولينو رسنیو ته ويلي، چي په لښکرګاه ښار کي ئې ۱۲۷۶ کارتنه پاکستاني درمل نيولي دي

د هلمند ولايت د ط.. البانو امنيتي مسئولينو رسنیو ته ويلي، چي په لښکرګاه ښار کي ئې ۱۲۷۶ کارتنه پاکستاني درمل نيولي دي.
د هغوی په خبره چي دغه درمل د پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل سوي وو، چي د ط.. البانو له خوا نيول سوي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او افغان ط.. البانو ترمنځ د اختلافات سره هممهاله پاکستان خپلي ټولي لاري د افغانستان سره و تړلې. بلخوا ط.‌البانو د پاکستان پر ټولو توکو بنديز ولګوی، چي اوس ډېری کسان هڅه کوي، چي پر قاچاقي لارو باندي د پاکستان څخه درمل او نور توکي افغانستان ته راوړي.