د هلمند ولايت د ط..البانو ځايي مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي يو ۷۰ کلن سپين ږيري غوښتل چي ۸ کلنه نجلۍ د پېسو په بدل کي په نکاح کړي.
د هغوی په خبره چي د يادي نکاح مخنيوی ئې کړی او په موضوع کي ښکيل کسان ئې اړوند ادارو ته د څېړني په موخه معرفي کړي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په دې وروستيو کي د کوچنيو نجوني او په جبري ډول د نکاح کولو ګراف لوړ سوی دئ.