د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په صفار سيمه کي درې تنه هغه ځوانان ژغورل سوي، چي په ياده دښته کي ئې لاره ورکه کړې وه او د مرګ د ګواښ سره مخ وو.
دغه ځوانان چي د بېکارۍ او غربت له امله ئې غوښتل پر سختو او د دردونو څخه پر ډکه لار بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي لاره ئې ورکه کړې وه، چي وروسته د ط..البانو هوايي ځواک په ريګو کي موندلي او خوندي ځای ته ئې انتقال کړي دي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د بېکارۍ او غربت له امله زيات شمېر لوستي ځوانان اړ کېږي، چي پر قاچاقي او سختو لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي، چي ډېر وخت له ورته سختو ستونزو سره مخ کېږي.