د هلمند ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کي د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال گروپي سيالۍ، چي دوې اوونۍ مخکي پيل سوي وې، د اتحاد لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د يادو سياليو په پايلوبه کي اتحاد لوبډلي خپلي سيالي شاهين الف لوبډلي ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

بل خوا د دغه ولایت په ناوې اوې ولسوالۍ کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ، چي درې اوونۍ مخکي پيل سوي وې، د نوراني ازاد لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کي نوراني ازاد لوبډلي خپلي سيالي احمدي ځوانانو لوبډلي ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.