د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې درې اوونۍ مخکې پیل سوې وې، د خپلواک یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې درې اوونۍ مخکې پیل سوې وې، د خپلواک یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

مسوولین وايي، د یادو سیالیو پایلوبه کې خپلواک یارانو لوبډلې د ۷۵ منډو په توپیر خپلې سیالې صفاري اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه. دغه سیالۍ په یاده سیمه کي د کرکټ د ودي او دې لوبي ته د ځوانانو د تشویق په موخه جوړي سوي