د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کي ۱۲ نیم ټنه انساني او حیواني درمل، چي په قاچاقي ډول له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل سوي وو، د ط..البانو له خوا تر نیول کېدو وروسته سوځول سوي.
د هغوی په خبره دغه درمل په غیرقانوني توګه افغانستان ته راوړل سوي وو، چي تر نيول کېدو وروسته له منځه وړل سوي.
بايد وويل سي چي په وروستیو میاشتو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو وروسته، افغانستان ته د قاچاقي توکو د راوړلو هڅي زیاتي سوي دي.