د هلمند په باغران ولسوالۍ کي د نشه يي توکو درې کارخانې له منځه وړل سوي

چارواکي وایي، د هلمند ولايت د باغران ولسوالۍ په مایګان او دره سیمو کي د نشه توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له خوا د عملیاتو پر مهال درې د نشه يي توکو د پروسس کارخانې کشف او په بشپړه توکه له منځه یووړل سوې.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وایي، چي په يادو کارخانو کي شا او خوا اته نیم ټنه اومان، ۲ ژرندي، شپېته لېټره ايکسيل کيمياوي مواد او نور توکي له منځه وړل سوي دي.
چارواکي وایي، د نشه يي توکو پر قاچاق، پروسس او استعمال سخت بندیز دی او خلک باید ډډه ورڅخه وکړي.