د هلمند څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي د يوه کور د خوني د نړېدو په پېښه کي د يوې کورنۍ درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا چي په وژلو سوو کسانو کي يوه ښځه شامله ده.
په ورته وخت کي هلمند ولايت ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې ده او په خبره ئې چي د پېښي ټپيان ئې روغتون ته د درملني په موخه انتقال کړي او په وينا ئې چي روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.