د هلمند څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کي يو موټرسيکل د بل موټر سره ټکر سوی، چي له امله ئې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي پر موټرسيکل سپارې درې ښځي وژل سوي او يو سړی ټپي سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ترافيکي پېښو ګراف لوړ سوی دئ.