د هند، افغانستان او ایران د نښلولو چابهار بندر تړون د هند او ایران تر منځ لاسلیک سو

د هند، افغانستان او ایران د نښلولو چابهار بندر تړون د هند پورټ ګلوبل لمېټډ او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک سو.
د غه لس کلن تړون د ایران په پلازمېنه تهران کي د چابهار بندر د پراختیا او ګټي اخیستني په موخه د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک سو.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چي دغه اوږد مهاله تړون د هند پورټ ګلوبل لمېټد او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک سوی دی.
دغه لس کلن تړون هند ته لاره برابروي چي د ایران په جنوب کې د سیستان او بلوچستان ایالت د چابهار بندر چي له پاکستان سره پولي ته نږدې دی، د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا په ګډون له سیمي سره د سوداګرۍ لپاره یې وکاروي.
د دغه تړون موخه د سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو پیاوړتیا په ځانګړې توګه د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د اسانتیاوو رامنځته کول دي بلل سوې.
دا په داسي حال کي ده چي یو شمېر افغان سوداګر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني غړي وايي چي دغه تړون کولای سي افغان سوداګرو ته د دغه بندر له لاري له هند او نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.