د هند حکومت اعلان کړی، چي افغانستان ته ئې د بشري مرستو په دوام پنځه ټنه نور اړین درمل استولي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي، دغه مرسته د افغانانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي سکټور د ملاتړ په موخه کابل ته لېږدول سوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چي هند به له افغانستان سره خپلي بشري مرستي جاري وساتي.