د هند د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي، چي د افغانستان د روغتيايي سکټور د قوي کولو په موخه ئې ۷۳ ټنه درمل، واکسينونه اونور اړين طبي وسايل افغانستان ته لېږلي دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د افغانانو سره پر دوامداره اړيکو ټينګار کړی او ويلي ئې دي، چي دغه توکي به د افغانستان د روغتيايي اړتياوو د پوره کولو په برخه کي مرسته وکړي.
هند دغه درمل پر داسي مهال افغانستان ته لېږلې چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي او ط..البانو د هند سره د اړيکي د ښه کولو هڅه کوي.