د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان له خلګو سره به خپلي بشري مرستي جاري ساتي.
ياد وزارت ويلي، چي د پاکستان څخه د راستانه سوو افغان کډوالو سره ئې د خېمو مرسته کړې او دغه خېمې ئې د ط..البانو د کډوالو چارو وزارت ته سپارلي دي.
د یاد وزارت په وینا، له پاکستانه راستانه سوي افغان کډوال اوس مهال د سرپناه له جدي اړتیا سره مخ دي، له همدې امله هند د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره ورسره دغه مرسته کړې ده.
د چارواکو په خبره، دغه خېمې به هغو افغان کورنیو ته ووېشل سي چي په وروستیو کي له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې سوي دي.