د هند د کرکټ د لوی تجارتي لیګ (آی پي ایل) د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ لومړۍ ورځ نومبر ۲۴ پای ته ورسېده

په اوله ورځ د دوو افغانانوپه ګډون لسګونه هندي او نړیوال لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخیستل سول.

رحمان الله ګربز د افغانستان د کرکټ لومړی لوبغاړی سو چي د آی پي ایل د ۲۰۲۴ کال په داوطلبۍ کي واخیستل سو.

د کولکتې نایټ رایډرز لوبډلي د دوو کروړه هندي روپیو یا (۲۳۷زره ډالرو) په ارزښت واخیستی.

بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال وو، چي واخیستل سو. هغه د چینای سوپرګنګز لوبډلي د ۱۰ کروړه هندي روپیو یا  (۱.۲ میلیون ډالرو) په ارزښت واخیستی.

ټاکل سوې چي په دویمه ورځ د ۱۵ نورو افغان لوبغاړو نومونه هم دغه بولۍ ته وړاندي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *