د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌ پي‌ اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو رانیولو بهیر پيلیږي

د ای پي ايل د ۲۰۲۵ کال سیالۍ ۱۸م پړاو لپاره د لوبغاړو د رانیولو بهیر په یکشنبه او دوشنبه د سعودي په جده ښار کي کېږي.

ټولټال ۵۷۴ لوبغاړي بولۍ ته وړاندي کېږي او د لوبډلو څښتنان به له دې ډلي ۲۰۴ لوبغاړي رانیسي.

یو شمېر داسي لوبغاړي هم سته چي له مخکي لوبډلو له ځانه سره ساتلي دي.

له بولۍ مخکي هري لوبډلي دا فرصت درلود چي د تېر کال لوبغاړو له ډلي شپږ هغه یې له ځان سره وساتي.

د افغانستان راشد خان یوازینی هغه وو چي خپلي لوبډلي “ګوجرات ټایټنز ” له ځانه سره ساتلی دی.

د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل سوي‌ دي. رحمن الله ګوربز، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق هغه پنځه لوبغاړي دي چي د لوړي بیې په ګټګورۍ کي بولۍ ته وړاندي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *