د هند په ختیځ بهار ایالت کي د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه سوي

د هند په ختیځ بهار ایالت کي د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه سوي او ګڼ نور روغتون ته وړل سوي دي.
چارواکي وایي، ښايي د مړو شمېر زيات سي.
د بهار پولیسو د ککړو شرابو په خرڅلاو کي د لاس لرلو په تور ۲۲ کسان نیولي دي.
په دغه ایالت کي له ۲۰۱۶ کال راهیسي د شرابو پر خرڅلاو بندیز لګول سوی دی.
په هند کي په محلي کچه تولېد کېدونکو شرابو ته ځايي خلک “هوچ” یا “وطني شراب” وايي او د دغو شرابو د څښلو له کبله په هغو خلکو کي د مړیني پېښي عامي دي چي د اصلي برانډونو د شرابو د رانیولو توان نه لري.
له دې وړاندي هم په هند کي د شرابو له امله په یوه ځل سلګونه کسان مړه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *