د هند په پلازمېنه ډهلي کي د جنتر منتر روان اعتراضونه وروسته له هغه پیل سوه، چي یو شمېر زدهکوونکو او ځوانانو په ازموینو کي د بېنظمۍ، د پوښتنپاڼو د افشا کېدو او د ازموینو د شفافیت په اړه اندېښنې راپورته کړې.
اعتراض کوونکي له حکومت څخه غواړي چي د ازموینو د بهیر د اصلاح له پاره جدي ګامونه واخلي او د ځوانانو د استخدام ته دي ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اعتراضونو پر مهال د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته سوی.