د هند کرکټ بورډ چارواکو په رسمي ډول د کرکټ نړیوالي شورا ته ویلي، دوی پرېکړه کړې چي د کرکټ ټیم به یې چمپین ټرافۍ سیالیو کي د لوبېدو په موخه د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته ولاړه نه سي.
افغانستان د دغه جام په (بي ګروپ) کي له اسټراليا، سویلي افريقا، او انګلستان سره لوبېږي.
د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۳ د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کي د څو پرلهپسي سیالیو ګټلو وروسته په لومړي ځل وتوانېده چي د ۲۰۲۵ د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو ته لاره پیدا کړي.
چمپینز ټرافي یا د کرکټ د اتلانو جام سیالي هرو څلورو کلونو کي یو ځل په پنځوس اوریز ډول ترسره کېږي، چي د کرکټ نړیوالي شورا له خوا چمتو او په ۲۰۲۵ کي یې کوربهتوب د پاکستان هیواد کوي.