د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چي ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ماښام د ګیلان ولايت د خوشکبیجار ښار

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چي ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ماښام د ګیلان ولايت د خوشکبیجار ښار د خلګو د کنټرول په موخه پر لاريون کوونکو ټکان کړي.
د دغه سازمان په وينا چي په دغه ټکانو کي دوه لاريون کوونکي وژل سوي دي او د نورو کسانو د ځپلو په موخه پوليسو د تاوتريخوالي څخه کار اخيستی دئ.
تر اوسه د ايران حکومت د دغه سازمان د ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کي د‌ سيمي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د لاريون کوونکو د‌ کنټرول په موخه د ايران د‌ حکومت له خوا د دغه ولايت پر اوسېدونکو برېښنا او انټرنټ هم قطع سوي.