د دغه ادارې لهخوا په یوې خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دغه وړاندوېنه د هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، دایکندي، روزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو لپاره سوې ده.
د دغه خبرپاڼي له مخي، په بېلابېلو سیمو کي د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واوري کچه بیا (له ۱۰ تر ۲۵) سانتي مترو پوري اټکل سوې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي، چي د سالنګونو په ګډون په سویلي او مرکزي ولایتونو کي د تېزو بادونو د راتلو اټکل هم سوی، چي په بېلابېلو سیمو کي به یې د چټکوالي کچه په ساعت کي (له ۵۰ تر ۷۰) کیلو متره وي.