د هواپېژندني ریاست د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندني ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کي نن جمعه او سبا شنبه د سختو بارانونو، سېلاب او تالندي برښنا اټکل سوی دی.

وړاندي ویل سوي چي په بېلابېلو سیمو کي به د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.

په خبرپاڼه کي ویل سوي چي په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کي به د سالنګونو په ګډون سخت بادونه وي چي سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کي له ۱۵ تر ۹۰ کیلومترو پوري وي.

د غويي یا ثور میاشتي له وروستیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي سخت اورښتونه او سېلابونه وه چي د مالي زیانونو تر څنګ یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *