د هواپېژندني ریاست نن جمعه د افغانستان په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کي د چټکو بادونو د لګېدو اټکل کړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندني ریاست پرون په یوه خبرداري کي ویلي وه چي په بېلابېلو سیمو کي به د بادونو سرعت په یوه ساعت کي له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پوري وي.

په چنګاښ میاشت کي د ننګرهار په ګډون د افغانستان څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چي د حکومت د شمېرو له مخي ۵۲ تنه یې مړه کړي وه.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د لسو زیانګالو هیوادونو له ډلي څخه دی چي په ډيری سیمو کي خلک ځپل سوي او لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي.