د هوایي ځواک او هوایي مدافعې لوی قوماندانۍ نوی درستیزوال وټاکل سو

دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت رهبرۍ د لزوم دید له مخي مولوي نقیب الله “مقیم” د هوایي ځواک او هوایي مدافعې لوی قوماندانۍ د نوي درستیز وال په توګه وټاکل سو.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کي راغلي چي مقیم نن د وسله وال پوځ لوی درستیز د مرستیال مالي خان “صدیق” له لوري مسوولینو ته معرفي او په دنده يې پیل وکړ.