د هوا پېژندني ادارې د هیواد په ۹ ولایتونو کي د سختو بارانونو د اورښت او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست اعلان کړى، چي سبا (سه شنبه) په يو شمېر ولايتونو کي د سختو بارانونو د اورښت او د سېلابونو د راوتلو امکان سته.

د دې اعلان له مخي به بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، تخار او بغلان ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.

په دې سیمو کي د اورښت اندازه د ١٥ او ٣٠ ملي مترو ترمنځ اټکل سوې ده.

دغه راز ياد رياست د هیواد په شمالي، لويديځو، سویل او مرکزي ولايتونو کي له دوړو سره د سختو بادونو د لګېدو خبر هم ورکړى او په ساعت کي د دغو بادونو سرعت کچه له ٥٠ او ٧٠ کيلومترو پوري اټکل سوې ده.