د هوا پېژندني ادارې په راتلوونکو دوو ورځو کي په ۱۴ ولايتونو کي د باران اټکل کړی

د ط..البانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې خبر ورکړی، چي سبا او بل سبا (د سرطان له ۷مي تر ۸مي) به د هيواد په ۱۴ ولايتونو کي د باران، ناڅاپي سيلابونو او د دوړو طوفان اټکل سوی.
د دې رياست په خبرپاڼه کي راغلي، چي د کابل، پروان، کاپيسا، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، ميدان وردګ، غزني، زابل، پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونه کي د باران اټکل سوی او ياد ولايتونه به د احتمالي سیلابونو شاهدان وي.
دغه رياست د باران اندازه په بېلابېلو سيمو کي د ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پوري او د دوړو طوفان سرعت د ۵۰ څخه تر ۸۵. کيلومتره فی ساعت پوري اټکل کړی دئ