د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پيژندني ادارې په یوه اعلامیه کي ویلي چي په غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کي به واوري او بارانونه وسي.
د وړاندویني له مخي، د باران اندازه به د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ وي او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۴۰ سانتي مترو ترمنځ وي.
د هوا پېژندني ادارې دا هم ویلي، چي په مرکزي سیمو او سالنګونو کي به قوي بادونه وچلیږي.
افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندي د لسو ډېرو زیان منونکو هیوادونو څخه یو دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هږغۍ دفتر (OCHA) په خپل وروستي رپوټ کي ویلي، چي په تیرو دوو اونیو کي د افغانستان په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کي د درنو واورو، بارانونو او سختي سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل سوي او ۱۷ نور ټپیان سوي دي.