د هیواد په سویل کي سخته ګرمي خو په ختیځو او ځینو شمالي ولایتونو کي د درنو اورښتونو اټکل سوی

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کي د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په بدخشان، لغمان، نورستان، کنړ، ننګرهار، پکتیا، لوګر، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کي به سبا او بل سبا سخت بارانونه وسي چي د سېلابونو خطر هم ورسره دی.
د دغه رياست د خبرپاڼي له مخي، په دغو ولايتونو کي د باد سرعت په ساعت کي له ٥٠ څخه تر ٨٥ کيلومترو پوري اټکل سوى دى.
دا په داسي حال کي ده، چي سږ کال د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي د سختو بارانونو او سیلابونو له امله سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د هیواد په ختیځو او ځینو شمالي ولاتونو کي پر داسي مهال د اورښتونو اټکل کیږي چي په سویلي ولایتونو کي بیا هوا ډېره ګرمه ده او د تودوخي لوړه درجه ۴۶ ته رسیږي.