د هیواد په ځینو ولایتونو کي تازه واوري خلک اندېښمن کړي

په غزني او ځینو نورو ولایتونو کي د پسرلي په دې موسم کي چي ډيری ونو ګلان کړي تازه واوره سوې ده.
د واوري دې اورښت خلک اندېښمن کړي چي باغونه او نور کرنیز توکي به یې د یخ او واوري له امله خراب سي.
مسوولین وایي، په سالنګونو کي هم د تیري شپې د ۱۱ بجو تېز باران، د واوري اورښت او طوفان جریان لري چي غټ او کوچني وسایط یې د تګ راتګ پرمهال له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.