د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼي د پنج شنبې په ورځ د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي

د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼي د پنج شنبې په ورځ د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چي ايران په هرمز تنګي کي شاوخوا لس سمندري ماينونه ځای پر ځای کړي دي. تر دې وړاندي رویټرز خبري آژانس هم ورته راپور خپور کړی و.
دا خبر په داسي حال کي خپرېږي، چي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکي ویلي و، چي د ایران د اسلامي جمهوریت ټولي ماین اېښيدونکي کښتۍ د امریکا په هوايي بریدونو کي له منځه تللي دي.