د والیبال فدراسیون : د اسیا په کچه د کلبونو په سیالیو کي ګډون کوي

د افغانستان د والیبال فدراسیون خبر ورکړی دی چي د کام ایر د والیبال کلب د اسیا په کچه د کلبونو په سیالیو کي ګډون کوي.

د جمعې په ورځ والیبال فدراسیون په یوه خبر کي ویلي دي، یاد کلب نن ایران ته سفر کړی دی او د اسیا په کچه د غوره کلبونو په سیالیو کي به ګډون وکړي.

د یاد کلب په ترکیب کي ۱۴ لوبغاړي، دوه روزونکي او یو مدیر شامل دي.

د افغانستان استازی کام ایر کلب به د سپټمبر میاشتي په ۸مه نېټه د ایران هيواد له استازي کلب فولاد ایران سره سیالي وکړي.