د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د ایران د توغندیز بریدونو پر مهال د امریکا د هوايي ځواک پنځه د تېلو رسوونکي الوتکي زیانمني سوي دي.
د راپور له مخي، دغه الوتکي د سعودي عربستان د شهزاده سلطان په هوايي اډه کي ولاړي وې چي د برید هدف وګرځېدې.
امریکايي چارواکو ویلي، کله چي د ایران توغندیز برید وسو، الوتکي پر ځمکه ولاړي وې او له همدې امله زیانمني سوي.
د سرچینو په وینا، چه دغه الوتکي په بشپړه توګه نه دي ویجاړي سوي او دا مهال تر ترمیم لاندي دي.