د ورزش مختلفو ادارو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندي کړ

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کي نن د المپيک کمېټې، بدني روزني او سپورټ عمومي رياست مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کي د یوې خبري غونډي پرمهال د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور ورکړ.

د یادي ادارې لوی رئيس مولوي احمدالله وثیق په دغه غونډه کي وویل چي د تېر يوه کال په موده کي د افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو په ۹۸ بهرنيو سياليو کي ګډون کړی، چي په پايله کي افغان لوبغاړو ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د سپينو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

وثیق زیاته کړه، چي په ياده موده کي همدارنګه د هيواد پر کچه د بېلابېلو ورزشي څانګو ۴زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ ترسره سوي دي.

د نوموړي په وینا له اسيايي المپيکي سياليو څخه د ۵ مډالونو ګټل، نړيوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلي لاره پيدا کول، د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلي له لوري د کافا سياليو اتلولي ګټل او د تکواندو ملي لوبډلي له لوري د G2 سياليو اتلولي ګټل د تېر کال مهمي لاسته راوړني او د افغانستان د ورزش په تاريخ کي بې ساري پرمختګ دی.