د وروستیو اورښتونو له امله د هيواد په یو شمېر ولایتونو کي سېلابونه راوتلي چي له امله یې خلکو ته د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي

د راپورونو له مخي تېره ورځ په ننګرهار، پروان او پنجشېر ولایتونو کي د سختو اورښتونو له امله  سېلابونه راوتلي، چي خلکو ته یې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي او دا مهال خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مسوولین وایي، چي د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کي تېره شپه د سېلابونو د راوتلو له امله یو کوچنی مړ سوی، ۲۰۰ کورونه زیانمن او سلګونه جریبه کرنیزه مځکه یې خرابه کړې ده.

د هیواد په ډيری ولایتونو کي د وروستیو بې موسمه اورښتونو له امله ګڼ شمېر کسان زیانمن سوي او غوښتنه لري د خوراکي توکو تر څنګ دي د نورو اړینو توکو مرستي ورسره وسي.