د وینزویلا ستري محکمې اعلان کړی چي د دغه هيواد د ولسمشر نیکولاس مادورو د نه‌شتون په صورت کي به د هغه مرستیاله

د وینزویلا ستري محکمې اعلان کړی چي د دغه هيواد د ولسمشر نیکولاس مادورو د نه‌شتون په صورت کي به د هغه مرستیاله، ډیلسی رودریګز، د لنډ وخت له پاره د ولسمشرۍ چاري پر مخ یوسي.
د راپورونو له مخي، ځانګړو امریکایي ځواکونو تېره ورځ د ولسمشر مادورو د نیولو له پاره عملیات ترسره کړل او نوموړی ئې نیولی او امریکا ته ئې انتقال کړی دئ.
محکمې ویلي چي دا پرېکړه ئې د دې له پاره کړې چي د هیواد حکومت او چارې په منظم ډول رواني پاته سي او د هیواد خپلواکي وساتل سي.

اوس مهال ډیلسی رودریګز د موقتي ولسمشري په توګه د وینزویلا مشري کوي او د هیواد د چارو مسؤلیت ئې پر غاړه اخیستی دئ.