د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کي د سختو بارانونو، تالندي برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کي وویل چي، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کي د تالندي او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي.

وړاندوینه سوې چي د اورښت اندازه به د ۱۵ څخه تر۴۰ ملي مترو پوري وي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، په سالنګونو او د هیواد په یوشمېر لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کي د تېزو بادونو چي سرعت به یې په ساعت کي له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو پوري وي، احتمال سته.

د افغانستان په یوشمېر سیمو کي وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *