د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دغه خبرپاڼي په خپرولو سره له مسافرو غوښتي چي پر دې لاره د تګ پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
هغه په دې خبرپاڼه کي خبرداری ورکړی، چي د خوندیتوب تدابیرو له سپارښتنو د سرغړوني په صورت کي به له سرغړونکو سره قانوني چلند وسي.
په دې خبرپاڼه کي، مسافرینو ته سپارښتنه سوې چي باید د ژمي وسایل له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت کړي، که لاره د واوري له امله بنده وي باید له تګ څخه ډډه وسي او او د لاري د کارکوونکو لارښوونو ته دي جدي پام وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چې چارواکو له تېرو دوو کلونو راهیسي په وقفه يي ډول د سالنګ لویه لار د ګڼو موټرو پر مخ تړلې ده.