ځايي سرچينې وايي، په تېرو څو ورځو کي د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کي پر پاکستاني ځواکونو پراخ بريدونه سوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
سرچينو ويلي، د خيبر پښتونخوا پېښور ښار ته نږدې په حسينخيل سيمه کي د پوليسو پر يو مرکز او د افسي پر پوسته بريدونه سوي دي.
ورتهمهال، د خيبر په لکيمروت ولسوالۍ نورنګ سيمه کي هم د ډاډي په نوم د پوليسو يو مرکز تر برید لاندي راغلی چي د تلفاتو شمېر يې لا په ډاکه سوی نه دی.
د لکي مروت په یوه بله پېښه کي چي نن سوې د پولیسو پر موټر برید دی چي مرګ ژوبله لري.
د دې ترڅنګ، د خيبر په بنو کي هم د خوجړې په نوم د پوليسو پر يوه مرکز او د بکاخيل او غوريوال په نومونو پر امنيتي پوستو بریدونه سوي چي د تلفاتو په اړه یې کره جزييات نه دي ورکړل سوي.
دا بریدونه داسي مهال ترسره کېږي چي تیره ورځ TTP په پاکستان کي پر پوځيانو د بريدونو په موخه د پراخو پسرلني عملياتو خبر ورکړی.