يوې باوري سرچينې د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) اړوند ډلي د ۵۰ افغان جنګيالي ط..البانو جسدونه د پاکستان څخه د افغانستان پکتيکا ولايت ته راوړل سوي دي.
د سرچينې په حواله چي دغه کسانو غوښتل چي د پاکستان د پوځ په مقابل کي جګړه وکړي، چي د پاکستان پوځ د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې په سمبازه سيمه کي په نښه کړي او وژلي وو.
د دغو وژل سوو ط..البانو جسدونه به اړوند ولايتونو ته ولېږل سي.
تر اوسه افغان ط..البانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاکستان تل ادعا کوي، چي افغان ط..البان ترهګر روزي او د پاکستان د ناامنه کولو له پاره ئې پاکستان ته لېږي؛ خو ط..البان ئې نه مني او دا ادعاوي بې اساسه بولي.