د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کي عباس کریمي د دویم ځل لپاره د سپینو زرو مډال ګټلی

د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کي افغان معلول لوبغاړي عباس کریمي د دویم ځل لپاره د سپینو زرو مډال ګټلی.

د پنج ‌شنبې په ورځ ښاغلي کریمي د ۲۰۰ مټرو د لامبو وهلو په ګروپي سیالیو کي ګډون کړی و، چي د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال وګټی.

د لامبو وهلو په ‌دې سیالیو کي د چین لوبغاړو اول مقام وګټی او اوکراین درېیم مقام ته ورسېد.

دغه راز عباس کریمي تېره جمعه د لامبو وهلو په یوې بلي ډله ‌ییزي سیالۍ کي هم د سپینو زرو مډال ګټلی و.