د پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو په نښته کي د ملکي خلکو کورونه سخت زیانمن سوي

د پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو په نښته کي د ملکي خلکو کورونه سخت زیانمن سوي

ځايي سرچينو د تېري شپې د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې د ويجاړيو عکسونه رالېږلي، چي وايي د ملکي وګړو کورونه زیانمن سوي.

تر اوسه د تلفاتو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ورکړل سوي.

تېره شپه د خوست ولایت په ځاځي میدان سیمه کي افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته سوې ده. سیمه ییزو سرچینو ویلي، په دې نښته کي یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان سوي دي.

په همدې حال کي د خوست مرستیال والي نظامیانو ته امر کړی چي د هر ډول اقدام په وړاندي غبرګون وښيي.

دولتي رسنیو هم ویلي چي محبوب شاه قانت د ځاځي میدان سیمي ته تللی او خپلو کسانو ته یې امر کړی چي د هر ډول عمل ځواب ورکړي.