د پاکستان اسلامي جمهوريت د اسلام اباد په هوټلونو کي د شرابو خرڅولو ته اجازه ورکړې

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي په اسلام اباد کي ئې ماريټ، سرينا، بيسټ ويسټرن او مووين پيک هوټلونو په ګډون يو شمېر نور لوی هوټلونو ته اجازه ورکړې، چي د جواز اخيستلو سره سم کولای سي پر خپلو مشتريانو باندي شراب خرڅ کړي.
د پاکستان دولت د هوټلونو د مالکينو څخه غوښتي، چي د شرابو د راوړلو پر مهال دي حکومت په جريان کي اچوي او ماليه دې دولت ته تحويلوي.
بايد وويل سي، چي پاکستان اسلامي جمهويت هغه هيواد دئ، چي ادعا کوي، چي دسيمې په کچه اسلامي مدرسې لري او د همدې هيواد څخه به ډېر وخت پر افغانستان باندي د جهاد پرېکړي کېدلې.